امریکايي بې پیلوټه الوتکې ننګرهار کې پر یوه داعشي برید کړی

امریکايي بې پیلوټه الوتکه

د داعش پر یوه غړي په ننګرهار کې د بې پیلوټه الوتکې برید شوی دی.

د امریکا د مرکزي قومانداني یوه مسوول، بل اوربان په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې دا کس نن ووژل شو.

د دې کس نوم تر اوسه نه دی افشا شوی.

د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې په کابل کې د پنجشنبې د ورځې د چاودنې مسوولیت منلی دی.

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن تر دې چاودنې وروسته وویل چې د دې حملې عاملین به له پښو وغورځوي.

په دې برید کې چې د حامد کرزي هوایي ډګر مخې ته وشو، یو سل او اویا افغانان او دیارلس امریکایي سرتیرې ووژل شول.