د کابل هوایي کې ته نږدې چاودنې؛ د مړو شمېر له ۱۷۰ کسانو واوښت

د کابل هوایي ډګر له چاودنې وروسته

د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د پنجشنبې د ماښام د چاودنې د مړو شمېر له ۱۷۰ کسانو واوښت.

'سي.اېن.اېن' او 'سي.بي.اېس' ټلوېزیوني چینلونو د افغانستان د روغتیا وزارت د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې وايي، نوي شمېرې د پخوانیو هغو پرتله چې سل تنه ښودل شوي وو، په ډېر توپیر سره لوړ دي.

د 'سي بي. اېس' خبریال همدا راز راپور ورکړی چې لږ تر لږه ۲۰۰ نور کسان په دې چاودنه کې ټپیان شوي دي.

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنینک راب پرون جمعه (د وږې په ۵مه) په یوه بیان کې وویل، دا لویه تراژیدي ده ځکه دا بې ګناه خلک د خپلو کورنیو د ژغورنې لپاره هلته تللي وو، خو په یوه بې رحمانه حمله کې ووژل شول.

د دې حملې مسوولیت اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی دی.