د قزاقستان یوه پوځي اډه کې اور لګېدو پنځه تنه مړه او ۹۰ نور ټپیان کړل

د قزاقستان په جنوبي ولایت ژامبیل کې په یوه پوځي اډه کې اور لګېدنه

د قزاقستان په جنوبي ولایت ژامبیل کې په یوه پوځي اډه کې د اور لګېدو له امله، پنځه تنه مړه او ۹۰ تنه ټپیان شوي دي.

د قزاقستان د دفاع وزیر نورلان ایرمیکباییف وویل، څلورو سرتېرو او د اطفائیې یوه کارکوونکي هغه مهال خپل ژوند له لاس ورکړ چې هڅه‌یې کوله لګېدلی اور مړ کړي.

تر اوسه د دغه اور د لګېدو علت نه‌دی څرګند، خو په دې پوځي اډه کې د ساختماني چارو لپاره چاودېدونکي مواد زېرمه شوي و.

له دغې اور لګېدنې سره په دې هېواد کې د دفاع وزیر د استعفا غوښتنې هم زیاتې شوې دي. نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې استعفا ته چمتو دی، خو نهایي پرېکړه به د دې هېواد ولسمشر کوي.