د کابل هوایي ډګر د انتحاري حملو له امله وژل شویو خلکو شمېر ۸۵ ته پورته شو

د کابل هوايي ډګر له پرونیو چاودنو اېمرجنسي روغتون ته د یو شمېر ټپیانو د لېږدولو بهیر

د کابل په هوایي ډګر کې د پرونیو انتحاري بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر لوړ شوی دی.

روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د وژل شویو خلکو شمېر ۸۵ ته پورته شوی دی.

په دې ډله کې ۲۸ طالبان، ۱۳ امریکايي عسکر او پاتې نور افغان ملکیان بلل شوي.

اسوشیټډ پرس بیا د ۱۴۳ کسانو د ټپي کېدو راپور هم ورکړی.

امریکايي چارواکو تأیید کړې چې د ۱۳ عسکرو په وژل کېدو سربېره‌یې ۱۷ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

روېټرز خبري اژانس او اسوشیټډ پرس د مرګ‌ژوبلو شمېر په څو راپورونو کې د طالب چارواکو د روغتونونو په حواله خپور کړی.

خو لا هم د عامې روغتیا وزارت او نورو معتبرو مراجعو له‌خوا د پرونیو انتحاري بریدونو د مرګ‌ژوبلو کره شمېر نه‌دی روښانه شوی.

د پېښې لویه برخه ټپیان او مړي په کابل کې اېمرجنسي روغتون ته انتقال شوي چېرته چې د دغه روغتون د چارواکو په خبره بسترونه ټول ډک دي، خو لا هم د پېښې ټپیان چې ټول‌یې ملکیان، ښځې، نارینه او ماشومان دي وروړل کېږي.