د افغانستان کام ایر هوايي شرکت خپلې درې مسافري الوتکې ایران ته ولېږدولې

ارشیف، د کام ایر هوايي شرکت یوه الوتکه

د افغانستان د کام ایر خصوصي هوايي شرکت درې مسافري الوتکې ایران ته تللې دي.

د ایران د هوايي چلند ادارې ویاند محمد حسن ذیبخش پرون/ پنجشنبه وویل، د کابل پر هوايي ډګر د ترورېستي برید د احتمال په اړه له خبرداري وروسته د کام ایر هوايي شرکت خاوند غوښتنه وکړه چې خپلې یو شمېر الوتکې به د ایران هوايي ډګرونو ته ولېږي.

د ذیبخش په وینا تر اوسه پورې د کام ایر ۳ الوتکې د ایران په هوايي ډګرونو کې کېناستې دي.

د ده په وینا په دغو الوتکو کې سپرلۍ نه‌وه.

د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا سفارت له خپلو اتباعو وغوښتل چې د کابل نړیوال هوايي ډګر ته ورنه‌شي ځکه چې پر دغه هوايي ډګر د ترورېستي حملې خطر شته.

نیوزیلنډ، بریتانیا او استرالیا هم خپلو اتباعو ته د ورته خطر خبرداری ورکړی و.

له دې خبردارویو څو ساعته وروسته پرون د کابل د نړیوال هوايي ډګر مخته په دوو انتحاري چاودنو کې ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.