هندي رسنۍ: طالبانو هند ته د تلونکو افغان سېکهانو او هندوانو مخه نیولې

د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر

هندي رسنۍ وايي، طالبانو د هغو ۱۴۰ تنو افغان سېکهانو او هندوانو چې غوښتل په هند کې په مذهبي مراسمو کې ګډون وکړي، مخه نیولې ده.

دا افغان سېکهان او هندوان د پنجشنبې په ورځ په ډېلي کې د خپل مذهبي پېشوا سري ګورو تیګ بهادُر د زوکړې په ۴۰۰مه کالیزه کې د ګډون لپاره هند ته روان ول چې مخه‌یې ونیول شوه.

د هند په پلازمېنې ډېلي کې د ګوردوارې مسؤل پرتاب سېنګ چې اصلاً افغان دی، وویل، د نړۍ له بېلابېلو سیمو ډېر خلک دې مراسمو ته راغلل، خو له بده مرغه په افغانستان کې طالبانو اجازه ورنه‌کړه چې افغان هندوان او سېکهان په خپلو دغو مذهبي مراسمو کې ګډون وکړي.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه‌دي ویلي.