د یوه برید ګواښ؛ امریکا او متحدان یې: خلک دې د کابل له هوایي ډګره لېرې شي

د کابل پر هوايي ډګر ورمات خلک

په کابل کې د حامد کرزي پر نړیوال هوایي ډګر د احتمالي برید ګواښونه په داسې وخت کې ورکړل شوي دي چې په زرګونو افغانان دې هوایي ډګر ته ورغلي دي او غواړي چې له افغانستانه ووځي.

د امریکا متحد ایالاتونو او متحدانو یې نن له خلکو وغوښتل چې د یوه ترورستي برید د ګواښ له امله دې د کابل له هوایي ډګره لېرې شي.

رویټرز اژانس څرګندوي چې دا تهدید د داعش له لوري متوجه دی.

په کابل کې د حامد کرزي له ډګره د دې احتمالي برید خبره په داسې وخت کې کېږي چې غربي ځواکونه هڅه کوي تر وسه وسه چې څومره ممکن وي هغومره کسان تر راتلونکې سې شنبې د دې هوایي ډګر له لارې وباسي.

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن ویلي دي چې د اګسټ تر ۳۱مې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي.

شااوخوا شپږ زره امریکایي سرتېري د کابل په هوایي ډګر کې ځای پرځای دي او له افغانستانه د بهرنیو او افغانانو د ایستلو په چاره کې مرسته کوي.

د زرګونو بهرنیو او هغو افغانانو د ایستلو په خاطر چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د لویدیځ له هېوادونو سره د افغانستان په ماموریت کې مرسته کړې ده، فشارونه په زیاتیدو دي.

شااوخوا شپږ زره امریکایي سرتېري د کابل په هوایي ډګر کې ځای پرځای دي

د برید خبرداری تېر ماښام ورکړل شو او په کابل کې د امریکا د متحد ایالاتونو سفارت له امریکایانو وغوښتل چې هوایي ډګر ته دې سفر نه کوي او هغه کسان چې د هوایي ډګر دننه دي هغوی، باید ډېر ژر د غیر مشخصو امنیتي ګواښونو له امله سیمه پریږدي.

همدا ډول بریتانیا له خلکو غوښتې دي چې د هوایي ډګر له سیمې ووځي او خوندي ځای ته ولېږدي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې په لوړه کچه د ترورستي برید امکانات شته.

دا خبرداریانې په داسې وخت کې ورکول کېږي چې له کابله بهرنیان له خپلو کورنیو سره، همدا راز یو شمېر افغانان چې د اګسټ له پنځلسمې چې طالبانو کابل نیولی دی، د حامد کرزي د هوایي ډګر له لارې په وتلو دي.

طالبان د هوایي ډګر بهر دي او د هوایي ډګر دننه په زرګونو کسان د دې په ځای چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پاتې شي، له افغانستانه په وتلو دي.

د ملکي هوایي چلند د برخې یو مسوول احمد الله رفیقزی چې په هوایي ډګر کې په کار بوخت دی وایي، د ګواښونو سربیره د هوایي ډګر پر دروازو خلک ورمات شوي او دا بیروبار ادامه لري.

رفیقزي زیاته کړه چې په دې بیروبار کې د ځان وژونکي لپاره حمله ډېره اسانه ښکاري، خو خلک له خپلو ځایونو نه لېرې کېږي، خلک غواړي چې هېواد پریږدي، دوی نه ویریږي، هر یوه خپل ژوند په خطر کې اچولی دی.