د طلوع نیوز خبریال: طالبانو پر ما او زما پر همکار ګوزارونه وکړل

ارشیف

یوه افغان خبریال زیار خان یاد ویلي چې طالبانو دی او د ده همکار کمره مین وهلي دي.

یاد په کابل کې له طلوع نیوز خصوصي ټلوېزیون سره کار کوي.

هغه ویلي چې د کابل شهرنو سیمې ته د راپور جوړولو لپاره ورغلی وو خو طالبانو پرې ګوزارونه وکړل: "کله چې موږ مرکې وکړې او د ویډیويي راپور لپاره تصاویر اخیستل په دې حالت کې طالبان راغلل. پرته له دې چې له موږ پوښتنه وکړي چې تاسو څوک یئ؟ په ما باندې یې ګوزارونه وکړل. له ما یې موبایل واخیست. زما له کمره مین څخه یې کمره واخیسته. موږ چې ورته کله کارتونه ښکاره کړل چې موږ خبریالان یو. بیا یې پر ما باندې د کونداغونو ګوزارونه وکړل او دوی همدغسې پسې ولاړل."

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق ویلي چې دا پېښه په جدي توګه څېړي.

له کله چې طالبان په افغانستان واکمن شوي یو نیم ورځ له خبریالانو سره د ناوړه چلند او د هغوی د وهلو پېښې راپوریږي.

لومړی وار د ملي بیرغ په ملاتړ د لاریون پر مهال د زمري په اته ویشتمه په ننګرهار کې هم ګڼ خبریالان وهل شوي وو.