کابل بانک پرانیستل شوی او ځینو کسانو ته یې معاشونه ورکړي

د کابل بانک یوه څانګه

تېره ورځ او نن په افغانستان کې کابل بانک پرانیستی و او ځینو کسانو ته یې د معاشونو په ګډون اېښودل شوې پیسې ورکړي.

د کابل بانک ځینو کار کوونکي چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، نن پنجشنبه ( د وږې په ۴مه) ازادي راډيو ته وویل، هغه کسانو ته یې چې په بانک کې یې پیسې وې، تر۳۰ زرو پورې افغانۍ ویشلې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د بانک کار کوونکو هم خپل معاشونه واخیستل او نن هم بانک پرانیستی دی.

یادې سرچینې زیاته کړه، پر بانک له حده زیاته ګڼه ګوڼه وه، خو پیسې پکې کمې وې.

طالب چارواکو وړمه ورځ اعلان وکړ چې ټول خصوصي او دولتي بانکونه به خلاصوي، خو له دې ټېنګار سره بیا هم تېره ورځ خصوصي بانکونه او شهزاده سرای نه و پرانېستل شوی.

له تېرو دولس ورځو راهیسې چې طالبان کابل ته ننوتلي، ټول بانکونه بند او خلک له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.