د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، هماغسې چې یې ویلي و د روان اګسټ تر پایه به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.
ښاغلي بایډن، پر ټاکلي وخت د امریکايي ځواکونو پر ایستلو د ټینګار تر څنګ دا هم وویل چې دا مسئله په طالبانو پورې تړلې چې له افغانستانه د خلکو د ایستلو لپاره د امریکا د هلو ځلو خنډ نهشي.
ده چې د سې شنبې په ورځ د اوو سترو صنعتي هېوادونو (جي۷) له سرمشریزې وروسته خبرې کولې وویل، امریکا او ډېر نږدې متحدان بهیې د افغانستان او طالبانو په اړه د راتلونکو اقداماتو په تړاو یو بل ته اوږه ورکړي.
ده وویل، له ۱۰ ورځو را په دې خوا له افغانستانه تر ۷۰ زره ډېر کسان ایستل شوي دي.
بایډن وویل، هر څومره چې امریکایان ډېر په افغانستان کې پاتې شي، په هماغه اندازه د داعش په نوم د ترورېستي ډلې د حملو خطر ډېرېږي.
د ځینو راپورونو له مخې، د بریتانیا او فرانسې مشرانو غوښتنه لرله چې د اګسټ له ۳۱مې وروسته دې هم له افغانستانه د خلکو د ایستلو عملیاتو ته دوام ورکړل شي.