جرمني له افغانانو سره ۵۰۰ ملیون یورو بشري مرسته ځانګړې کړه

د اوو سترو صنعتي هېوادونو (G7) پرونۍ انلاین غونډه کې د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل وینا

جرمني له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره نور ۵۰۰ ملیون یورو ځانګړي کړل.

د جرمني د خبري اژانس (DPA) د راپور له مخې صدراعظمې انګلا مېرکل دا اعلان د اوو سترو صنعتي هېوادونو (G7) له پرونۍ انلاین غونډې وروسته وکړ.

پر دې ۵۰۰ ملیون یورو سربېره جرمني څو ورځې مخکې هم په افغانستان کې دننه او بهر د افغان کډوالو لپاره د سل ملیون یورو بېړنۍ مرسته اعلان کړې وه.

د جرمني دفاع وزیرې وړاندیز کړی چې له طالبانو سره دې داسې یوه موافقه وشي چې له مخې یې د اګسټ له ۳۱مې وروسته هم له افغانستانه د بهرنیو وګړو او هغو افغانانو د ایستلو بهیر دوام وکړي چې هلته‌یې ژوند په خطر کې دی.

جرمني تر پرون ماښام پورې په خپلو پوځي الوتکو کې له څلورنیم زرو زیات کسان د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه بهر ته ایستلي دي.