د طالبانو له واکمنېدو وروسته نږدې ۶۴ زره بهرنیان او افغانان افغانستانه وتلي

د کابل حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې یوې پوځي الوتکې ته ختونکي ګڼ شمېر افغانان

د طالبانو له وروستیو پرمختګونو او د کابل له نیولو وروسته نږدې ۶۴ زره بهرنیان او افغانان له افغانستانه په الوتکو کې وتلي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د لوی درستیز د سیمه‌ییزو عملیاتو مرستیال تورن جنرال هانک ټایلر په ویرجنیا کې خبري غونډې ته پرون ناوخته په دې اړه معلومات ورکړل.

ټایلر زیاته کړه: "تر اوسه ۶۳،۹۰۰ امریکایان، د ناټو او نورو شریکانو، همداراز هغه افغانان چې ځانګړې ویزې یې ترلاسه کړې دي او هغه افغانان چې زیان ورواوښت خوندي شوي او د ښه ژوند په لور درومي."

د تورن جنرال ټایلر په وینا له دې ډلې اکثریت د اګسټ له ۱۵مې وروسته چې طالبانو کابل نیولی دی له افغانستانه وتلي دي چې شمېر یې نږدې ۵۹ زرو ته رسېږي.