طالبان: پنجشېر کې به زموږ او د طالبانو ضد مقاومت ترمنځ نښتې ونه‌شي

پنجشېر ولایت کې د طالبانو ضد مقاومت جنګیالي

د طالبانو ډله وايي ۸۰ سلنه ډاډه دي چې په پنجشېر ولایت کې به د دې ډلې د غړو او د طالبانو ضد مقاومت ترمنځ نښتې ونه‌شي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له مقابل لوري سره د خبرو له لارې یوې هوکړې ته د رسېدو هڅې روانې دي.

په ورته وخت کې، په پنجشېر ولایت کې د طالبانو ضد مقاومت ډلې غړي شمس‌الدین حمید نن ازادي راډیو ته وویل چې اته کسیز پلاوی له طالبانو سره خبرو ته چمتو شوی دی.

د طالبانو ضد پخواني قوماندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود ویلي د یوه ټول‌شموله حکومت جوړېدل غواړي، خو که طالبان وغواړي په پنجشېر برید وکړي دوی به مقاومت وکړي.

طالبانو په دې وروستیو کې وویل چې د دوی سلګونه جنګیالي د پنجشېر پر لور تللي، خو خبرو ته هم چمتو دي.

طالبانو د پنجشېر ولایت پرته د ټول افغانستان کنټرول په لاس کې اخیستی دی.