جاپان کې د پارا المپیک لوبې پیلېږي

جاپان کې د پارا المپيک لوبو مشال او یوه لوبغاړې

نن د جاپان د پارا المپیک لوبې پیلېږي او لوبغاړي یې غواړي وښيي چې معلولیت‌یې په سپورټ کې د وړتیا مخه نه‌شي ډب کولای.

دغه لوبې به نن ماښام مهال د جاپان مشرتابه له‌خوا پيل شي، خو د کرونا ویروس له کبله به د ستډیوم ۶۸ زره څوکۍ خالي وي.

د پارا المپیک سږنیو سیالیو کې د ۱۶۲ ټیمونو ۴،۴۰۰ لوبغاړي برخه اخلي.

دې ډله کې یوه لوبډله د کډوالو استازیتوب کوي.

راپورونه وایي چې د افغانستان بیرغ به هم نن د لوبو د پیل په مراسمو کې وښودل شي، خو افغان لوبغاړي په کور دننه د هوایي ډګر د بندېدو له کبله دغو لوبو ته نه‌شي رسېدلی.