پاکستان له طالبانو او افغان مشرانو پر یوې سیاسي حل‌لارې د توافق غوښتنه وکړه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له طالبانو او نورو افغان مشرانو وغوښتل چې ژر تر ژره د یوې هر اړخیزې سیاسي حل‌لارې په اړه موافقې ته ورسېږي.

هغه دا غوښتنه پرون په اسلام‌اباد کې د سیمې هېوادونو ته د خپل سفر تر پیل مخکې رسنیو ته وکړه.

قریشي به نن سې شنبه د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته ځي.

دی وروسته تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه هم لیدنه کوي.

د افغانستان موضوع د هغه د خبرو اترو یوه مهمه برخه جوړوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له چینايي چارواکو سره د ټیلیفون له لارې د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

د قریشي په وینا، پاکستان د خبرو له لارې د افغانستان مسئلې ته د سوله‌ییز او سیاسي حل موندلو په برخه کې خپل رول ته دوام ورکوي.