ایران افغانستان ته د تېلو صادرات پیل کړي

د ایران د تېلو

د ایران د تېلو، ګاز او پټرولیم د صادراتو اتحادیه وايي چې څو ورځې مخکې یې د طالبانو د غوښتنې په اساس افغانستان ته د تېلو صادرات پیل کړي دي.

په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو په دوام د تېلو په بیو کې د پام وړ زیاتوالی راغی او د یو ټن تېلو بیه له ۹۰۰ ډالرو واوښته.

رویټرز خبري اژانس د ایران د تېلو، ګاز او پټروشیمې تولیداتو د صادراتو د اتحادیې د مشر حمید حسیني له قوله راپور ورکوي چې طالبانو ایران ته یو پیغام استولی و او په هغه کې یې غوښتنه کړې وه چې افغانستان ته د اړتیا وړ تېل او ګاز صدور پیل کړي.

د حسیني په وینا افغانستان ته د ایران د تېلو صادرات وروسته له هغه پیل شول چې طالبانو د تېلو پر وارداتو تعرفې په سلو کې اویا راکمې کړې.