د جرمني پوځ: د کابل هوايي ډګر کې یو افغان ساتونکی وژل شوی

د کابل هوايي ډګر ترمخه ولاړ بهرني سرتیري

د کابل له هوايي ډګره د امریکا او ناټو متحدانو له خوا يي د لسګونو زرو کسانو ایستل که څه هم له ګډوډۍ سره مخ دي خو لا هم دوام لري.

د دوشنبې په ورځ سهار وختي د حامد کرزي د هوايي ډګر په شمالي دروازه کې په ډزو کې یو افغان ساتونکی وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

دا خبره د جرمني وسله والو ځواکونه چې په هوايي ډګر کې د خپلو خلکو په ایستلو بوخت دي یوه اعلامیه کې کړې ده.

په دې انلاین خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې ډزې د ناڅرګندو وسله والو او د امریکا، جرمني او افغان ساتونکو ترمنځ تبادله شوې.

په بیان کې دا نه ده روښانه شوې چې ایا وژل شوی کس د طالبانو له هغو جنګیالیو څخه و چې د هوايي ډګر د ساتنې لپاره ګمارل شوي او که نه؟

تردې مخکې د امریکا متحده ایالاتونو په کابل هوايي ډګر کې د داعش د وسله والې ډلې له خوا د احتمالي برید خبرداری ورکړی و.

د سپنې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک سولېوان د سي اېن اېن ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي چې دا ګواښ"ريښتینی او جدي " دی.

بل خوا د امریکا متحده ایالاتونو د امریکا له خصوصي هوايي شرکتونه غوښتي چې له کابل څخه دې د خلکو په ایستلو کې ورسره همکاري وکړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون په یوه وینا کې دا پروسه له ننګونو ډکه وبلله ویې ویل ښايي د اګست د میاشتې تر پای پورې چې د امریکایانو او د هغوی د افغان همکارانو د ایستلو لپاره ضرب الاجل ټاکل شوی، دا بهیر بشپړ نه شي او ښايي وغځیږي.

تردې مخکې د بریتانیا پوځ ویلي وو چې د کابل له هوايي ډګره بهر د تیرې یوې اوونۍ په ګډوډۍ کې لږ تر لږه اوه افغانان وژل شوي دي.

د ناټو یو چارواکي بیا ویلي چې په تېرو اوو ورځو کې د کابل د هوايي ډګر شا او خوا شل افغانان وژل شوي چې ځینې یې په ډزو وژل شوي او ځینې یې ترې پښو لاندې شوي دي.

د امریکا ولسمشر ویلي دي چې پوځ یې د طالبانو سره په تماس کې دی څو د افغانستان څخه د خلکو د خروج پروسه اسانه شي.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن په وینا طالبان د کابل له هوايي ډګر څخه د خلکو په ایستلو کې له هوايي ډګر څخه بهر د " ساحې په پراخولو کې همکار دي." چیرې چې لسګونه زره اسناد لرونکي او بې اسنادو افغانان له افغانستان څخه د وتلو لپاره راټول شوې دي.

طالبانو په کابل د روانې ګډوډۍ پړه پر امریکا او ناټو متحدانو یې اچولې ده. د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسون مشر ملا امیر خان متقي وايي، " هیڅوک محصور نه دي، هر څوک کولی شي د دنیا هر ګوټ ته د ویزې او پاسپورټ له لارې ولاړ شي."

نوموړې په یو خپاره کړي پیغام کې د کابل هوايي ډګر کې د رامنځ ته شوي ناورین کې امریکا ملامته بللې ویلي یې دي، له اړتیا پرته خلک په "غیرې قانوني " توګه له افغانستان وباسي. د متقي په وینا د کابل په هوايي ډګر کې وروستي وضیعت د ټول هېواد پر اقتصاد او نورو چارو ناوړه اغیزې کړی ځکه ورسره د افغانستان نور هوايي ډګرونه هم اغیزمن شوي دي.