'WHO': نه شو کولای ۵۰۰ ټنه روغتیايي تجهیزات افغانستان ته واستوو

د کابل هوايي ډګر

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر د بندېدو له کبله نه شي کولای ۵۰۰ ټنه روغتیايي تجهیزات افغانستان ته واستوي.

WHO وايي، په دې تجهیزاتو کې د جراحي وسایل، د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي بستې او نور اړتیا وړ توکي شاملې دي.

مرستندویې ټولنې وايي، دا مهمه ده چې شااوخوا درې سوه زره هغو افغانانو ته چې په تېرو دوو میاشتو کې له خپلو مېنو بې ځایه شوي، د اړتیا وړ طبي وسایل او خواړه ورسېږي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې نژدې ۱۸،۵ میلیونه افغانان چې د افغانستان د وګړو نیمايي برخه ده، پر بشري مرستو متکي دي او اټکل کېږي چې دا شمېر به د وچکالۍ له کبله نور هم زیات شي.