د افغانستان بانک: افغانستان به له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي

ارشیف؛ د افغانستان بانک ودانۍ

د افغانستان د مرکزي بانک رئیس اجمل احمدي اټکل کوي چې افغانستان به د طالبانو تر واکمنۍ لاندې لا له سختو اقتصادي ستونزوسره مخ شي.

احمدي چې له هېواده وتلی، له امریکایي بلومبرګ شبکې سره پرون یکشنبې په یوه مرکه کې وویل، کمزورې افغانۍ، د انفلاسیونزیاتوالی، د وارداتو زیات لګښتونه او د پانګې کنټرول هغه ستونزې دې چې د افغانستان په مخ کې پرتې دي.

احمدي زیاته کړه، د امریکا متحدو ایالاتونو چې د افغانستان د مرکزي بانک د شااوخوا نهه ملیارډ او ۴ سوه ملیون ډالرو ډیره برخه یې کنګل کړې، هم د افغانستان اقتصاد له ستونزو سره مخ کړی.

د نوموړي په وینا پردې سربېره د پیسو نړیوال وجهي صندوق IMF هم د پنځه سوه میلیون ډالرو په ګډون چې نن د اګست په ۲۳ یې بایدحکومت ته ورکړې وی، د طالبانو واکمنان نړیوالو پورونو ته له لاس رسي څخه بې برخې کړي دي.

افغانستان چې د کرونا وبا، وچکالۍ او د بې ځایه شویو له ستونزو سره مخامخ دی، د احمدي په وینا څلورمه ستونزه هم په ورزیاتهشوې.

افغانستان چې د نړۍ یو بې وزلې هېواد دی او شااوخوا اتلس میلیون وګړي یې خوراکي مصونیت نه لري، زښت زیات د نړیوالو په مالي مرستو متکي دی.