بایډن: د اګسټ له ۱۴مې کابل څخه ۲۸زره کسان ایستل شوي

کابل ښاریان له هېواد څخه وتلو ته په تمه دي

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن وایي، د اګسټ له ۱۴مې راهیسې له کابل څخه شااوخوا ۲۸ زره کسان ایستل شوي چې په دوی کې امریکایان، د نورو هېوادونو اتباع او هغه افغانان چې ژوند یې له خطر سره مخ دی، شامل دي.

ولسمشر بایډن چې تېره شپه یې له سپینې ماڼۍ ملت ته د کابل له نړیوال هوایي ډګره د خلکو د ایستلو د پروسې په اړه نوي معلومات شریکول وویل چې یوازې په تېرو دوو ورځو کې له ۱۱ زرو زیات کسان ایستل شوي دي.

بایډن وویل، دغه کسان په امریکایي پوځي او چارټر او دغه راز د متحدانو په پوځي الوتکو کې ایستل شوي.

بایډن وویل، دغه پروسه به لاچټکه کړي او د ملي امنیت ټیم یې پردې غور کوي چې که اړتیاوي له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو دایستلو نېټه چې د اګسټ ۳۱مه ټاکل شوې، وغځوي، څو له دې هېواده ټول امریکایان، نور بهرنیان او هغه افغانان چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی، په خوندي توګه وایستل شي.

بایډن همدا راز زیاته کړه: "اجازه راکړئ چې روښانه کړم، له کابله د په زرګونو کسانو ایستل به سخت او دردناک وي. د دومره زیاتو کسانو ایستل چې په ټلوېزیونو کې یې صحنې لیدل کېږي، دردونکې او زړه ماتونکي دي. دا یو واقعیت دی، د دغو صحنو په لیدو زما زړه رپیږي."

ولسمشر بایډن وویل، په زرګونو امریکایي، بریتانوي او د متحدینو ځواکونو د کابل هوایي ډګر خوندی کړی او ډېرې خلک یې له رن وې یا پخې لارې چې الوتکې پرې پورته کېږي، لېرې ساتلي دي.

بایډن زیاته کړه، د امریکا پوځ د خلکو د ایستلو د پروسې د اسانتیا لپاره له طالبانو سره په دوامداره تماس کې دی.

بایدڼ وویل، طالبان د کابل د هوایي ډګر شااوخوا ساحې په پراخولو کې چې خلک راټول شوي، همکاري کوي.

بایډن دا هم وویل چې امنیتي وضعیت مبهم دی او اداره یې د طالبانو ضد د اسلامي دولت ډلې یا داعش ګواښ ته اندېښنه لري.