یوې اوکراینۍ الوتکې د افغانانو په ګډون ۸۳ کسان کییف ته رسولي

ارشیف

د اوکراین یوې پوځي الوتکې پرون یکشنبه (د زمري په ۳۱مه) د لسګونه افغانانو په ګډون ۸۳ کسان پلازمېنې کيیف ته ورسول.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیتري کولېبا په بوریسپیل هوايي ډګر کې د دې کسانو د هرکلي پر مهال خبریالانو ته وویل چې په دې کسانو کې ۳۱ د اوکراین وګړي هم شامل دي.

نوموړی وايي: "په دې ډله کې ۳۱ تنه هغه اوکراینیان دي چې د الوتکې د الوتو له شېبې مخکې د کابل هوايي ډګر ته په رسېدو بریالي شوي وو."

په پاتې کسانو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر افغان ژورنالیستان او فعالان شامل دي.