د سوداګرۍ خونه: پاکستان سره د سوداګرۍ کچه ۵۰ سلنه لوړه شوې 

د سوداګرۍ خونې مرستیال

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو چارواکي وايي چې له ټرانزیټي ستونزو سره سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه په روانه اوونۍ کې په سلو کې پنځوس سلنه لوړه شوې ده.

د دې ادارې مرستیال خان جان الکوزي پرون یکشنبه (د زمري په ۳۱ مه) ازادي راډیو ته وویل چې د هېواد د بانکي سیسټم د شنډېدو او د پیسو په لېږد کې د ستونزو له کبله په ټرانزيټي برخه کې ستونزې پرځای پاتې دي.

ښاغلي الکوزي همدا راز په روانه اوونۍ کې له پاکستان سره سوداګري له نورو ګاونډیانو سره پرتله کړ.

الکوزي زیاته کړه: "له پاکستان سره زموږ کورنۍ تجارت- یعنې زموږ صادرات او د دوی واردات د پخوا پرتله په روانه اوونۍ کې زیات شوی، خو د شمال او د ایران له لارې زموږ تجارت یو څه کمزوری دی."

ښاغلي الکوزي زیاته کړه چې د سوداګرۍ برخه کې ستونزې یې د طالبانو له مشرانو سره په کتنو کې یادې کړي دي او له هغو یې غوښتي چې د دې ستونزو د حل لپاره سکتوري وزارتونه فعال کړي.