طالبان وايي، د پنجشېر پر لور یې پرمختګ کړی خو له جګړې پرته

د طالبانو وسله وال

طالبان وايي چې وسله وال یې د پنجشېر ولایت پر لور روان دي او تر اوسه له کوم مقاومت سره نه دي مخامخ شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې طالبان د پنجشېر خوا ته د پرمختګ په حال کې دي خو تر اوسه یې پر وړاندې جګړه نه ده شوې.

دی وايي: "زموږ ځواکونو د بدخشان، تخار او د بغلان ولایت د اندراب ولسوالۍ له لارو د پنجشېر خوا ته پرمختګ کړی دی، نژدې شوي دي خو تر اوسه له کوم نښتې سره نه یو مخامخ شوي."

ښاغلي مجاهد که څه هم وویل چې په پنجشېر کې د طالبانو له مخالفانو سره خبرې روانې دي، خو یادونه یې کړه چې د طالبانو ځواکونه باید هلته دېره وي.