احمد مسعود: له طالبانو سره خبرو ته هیله مند دی 

د احمد شاه مسعود احمد مسعود

د طالبانو د مخالفې وسله والې ډلې مشر احمدمسعود وايي، هیله من دی چې له طالبانو سره به سوله ییزې خبرې وکړې، خو نوموړی په عین حال کې خبرداری ورکوي چې که نه شوه د ده وسله وال جګړې ته چمتو دي.

احمد مسعود چې د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود زوی دی، په پنجشېر ولایت کې له خپل مرکزه رویټرز خبري اژانس ته په ټیلیفوني مرکه کې ویلي، دی غواړي طالبان په دې پوه شي چې خبرې د پرمختګ یوازینۍ لاره ده او ټېنګار یې وکړ چې د جګړې بیا پیل نه غواړي خو زیاته یې کړه چې که طالبان د پنجشېر د نیولو هڅه وکړي نو دفاع ته چمتو دی.

دی وايي: "زه په خپل مرکز کې او په پنجشېر دره کې په خپل پناه ځای کې یم. د پنجشېر خلک خورا زیات متحد دي او غواړي چې د هر راز استبدادي رژیم پر وړاندې دفاع مقاومت او جګړه وکړي."

احمدمسعود وویل چې په تېرو څو ورځو کې د بغلان ولایت په درېیو ولسوالیو کې جګړه د ده کسانو نه بلکې د دې سیمه وسله والو د طالبانو د بې رحمیو پر وړاندې کړې ده.

ښاغلي مسعود په کابل کې د بېلابېلو قومونو په ګډون د یوه ټول شموله- پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې یو مستبد رژیم په رسمیت ونه پېژني.