اسراییلي پوځ غزه کې د حماس پر مرکزونو بمباري وکړه

غزه

د اسراییل پوځ وايي، د اسراییلو جنګي الوتکو د شنبې په ماښام د غزې په تړانګه کې د حماس پر مرکزونو او ځایونو بمباري وکړه.

د دواړو خواو ترمنځ تاوتریخوالی یو ځل بیا راپورته شوی.

د یکشنبې په ورځ د ډزو په تبادله کې یو اسراییلي سرتیری او ۴۱ فلسطینیان ټپیان شوي چې د دوه تنو وضعیت نازک ښودل شوی.

دا نښتې د حماس او نورو ملېشو له خوا په غزه کې د فلسطینیانو د تنظیم شویو لاریونونو پر مهال رامنځته شوي.

په سلګونو فلسطینیانو د اسراییلو پولې ته نږدې لاریون کړی او د اسراییل پوځ ادعا کړې چې له مظاهره چیانو نه ځینو غوښتل د دوی خوا ته ور واوړي او ځینو یې بیا په اسراییلي ځواکونو چاودیدونکي توکي وغورځول، چې دوی یې ځواب ورکړ.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا ، د دوه فلسطینیانو څخه چې په حالت یې ښه نه دی یو دیارلس کلن هلک دی چې په سر په ډزو لګېدلی.

د اسراییلو پوځ وايي یو اسراییلي افسر د فلسطینیانو لخوا په ډزو سخت ټپي شوی او اوس په روغتون کې دی ، د اسراییلو جنګي الوتکو په ځواب کې د حماس پوستې تر برید لاندې نیولي.