د بریتانیا پوځ: ۷ افغان ملکي وګړي د کابل هوایي ډګر کې وژل شوي

د کابل په هوايي ډګر کې د خلکو ګڼه ګوڼه

د بریتانیا پوځ نن اعلان وکړ چې اووه افغان ملکي وګړي د کابل په هوایي ډګر کې په ګډوډۍ کې وژل شوي دي.

اسوشیټېډ پرېس، د بریتانیا د پوځ د بیان په حواله لیکلي چې د طالبانو هوایي ډزو خلک تېښتې ته اړ کړل او په ګډوډیو کې دا اووه کسان ووژل شول.

پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته خلک له دې هېواده د تېښتې په لټه کې دي او د کابل په نړیوال هوايي ډګر یې ډېره ګڼه ګوڼه جوړه کړې ده.

د لسګونه نورو د ټپي کېدو راپورونه هم خپاره شوي.

تر دې مخکې د کابل هوايي ډګر ته د خلکو د ور ټولېدو په لومړیو ورځو کې د پنځو نورو ملکیانو د وژل کېدو راپورونه هم ورکړل شوي و.

طالبانو بیا د ګډوډیو پړه په ډګر کې د چارو پر تنظیموونکو امریکایانو اچولې چې د دوی په خبره د خلکو په کنټرول کې پاتې راغلي.