له افغانستانه د امریکايي وګړو وتل؛ "ښايي د امریکا ملکي الوتکې وکارول شي"

د کابل هوايي ډګر کې یوه الوتکه

په راپورونو کې ویل شوي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپل هېواد ملکي الوتکو ته ویلي چې له افغانستانه د امریکايي وګړو د ایستلو په برخه کې ښايي له دوی مرسته وغوښتل شي.

رویټرز خبري اژانس د اګست په ۲۱مه نېټه د امریکا د حکومتي سرچینو له قوله ویلي چې هوايي شرکتونو ته امر ورکړل شوی دی چې د دوی الوتکې ښايي وکارول شي خو په دې اړه تر اوسه پرېکړه نه ده شوې.

د سرچینو په وینا، ملکي الوتکې به افغانستان ته نه ځي بلکې د جرمني او منځني ختيځ په ګډون به له نورو ځایونو خلک امریکا ته انتقال کړي.

دا راپور په داسې حال کې راغلی چې لسګونو زره خلک په کابل کې د وارخطایي په حال کې سترګې په لاره دي چې ایا بایډن به له افغانستانه د ټولو امریکايانو د ایستلو ژمنه پرځای کړي او که نه.

ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د امریکايي وګړو د ایستلو په اړه نوي معلومات شریکوي.

د اګسټ د ۲۲مې په سهار هم زرګونو خلک د کابل هوايي ډګر د دروازو شااوخوا راټول شوي چې وروسته له هغه له افغانستانه ووځي چې طالبان کابل ته ننوتل او افغان حکومت سقوط وکړ.

د عیني شاهدانو په وینا د هوايي ډګر شااوخوا د ډزو غږونه وو او د هوايي ډګر له دروازې سره وسله والې نښټې هم شوي دي.

د افغانستان د هوايي چلند ادارې د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې خلک دې هوايي ډګر ته نه ورځي.

دغې ادارې پر فیسبوک پاڼه ولیکل چې په حامد کرزي هوايي ډګر کې هېڅ ملکي پروازونه نشته.

مخکې د امریکا سفارت خپلو وګړو ته ویلي و چې د امریکا د سفارت له هدایت پرته دې هوايي ډګر ته نه ځي.

نن د اګسټ په ۲۲مه نېټه د بریتانیې پوځ وویل، وروسته له هغه چې طالبان کابل ته ننوتل، اووه افغان ملکيان د کابل په هوايي ډګرک کې داسې مهال مړه شوي چې غوښتل یې له افغانستانه ووځي.

په هوايي ډګر کې د خلکو د ګڼې ګوڼې له کبله یو شمېر کسان تر پښو هم لاندي شوي په ځانګړي توګه کله چې طالب جګړه ماران د ګڼې ګوڼې د له منځه وړلو لپاره هوايي ډزې کوي.