هسپانیا: د امریکا افغان همکارانو ته د اوسېدو زمینه برابروو

د هسپانیې ملي بیرغ

هسپانیې له امریکا سره موافقه کړې چې د خپل هېواد په پوځي اډو کې به د متحده ایالاتونو افغان همکارانو ته د اوسېدو زمینه برابره کړي.

د هسپانیې حکومت نن اعلان کړی چې په دې تړاو بېګا د امریکا ولسمشر جو بایډن د هسپانیې له صدراعظم پېدرو سانچز سره ټيلیفوني خبرې کړي او موافقې ته رسېدلي.

صدراعظم سانچز په خپل ټوېټر هم لیکلي چې له جو بایډن سره یې په بېلابېلو مسالو له هغې ډلې د افغانستان پر وضعیت او له دغه هېواده د خلکو د رایستلو په تړاو د امریکا او هسپانیې په همکاریو باندې رغنده خبرې وکړې.

پرون ماښام یوه الوتکه کې ۱۱۰ افغان کډوال او د هغوی د کورنۍ غړي له مادرېد بهر په یوه پوځي اډه کې کوز کړای شول.

په دې ډله کې شپږ دېرشو افغانانو له امریکا سره کار کړی دی.

له مادرېد بهر په دې پوځي اډه کې یو شمېر نور هغه افغان کډوال هم مېشت کړای شوي چې په افغانستان کې یې له اروپايي ټولنې او نورو اروپايي هېوادونو سره کار کړی دی.