مالیې وزارت: د کار کوونکو معاشونه به د تېر په څېر بیا ورکړل شي

د مالیې وزارت

د افغانستان مالیې وزارت وايي چې د اسلامي امارت او نوي اسلامي حکومت له پیلېدو وروسته د کار کوونکو معاشونه د تېر په څېر بیا ورکول کېږي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې بانکي، مالي او ګمرکي فعالیتونه به ډېر ژر بېرته په کار پيل وکړي.

وړاندې په اعلامیه راغلي، مالیې وزارت هغه مامورین چې تخنیکي دندې ور ترغاړې دي لکه د سېکوډا مالي سیسټم، افمېس، مطبوعات او خدماتي موظفین، کولای شي خپلو دندو ته راشي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د مالیې وزارت د نورو برخو مامورین دې د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي او مالي کمېسیون تر پرېکړې په تمه شي.‌