د کابل شهزاده سرای به د بانکونو تر پرانیستو پورې تړلی وي

د کابل سرای شهزاده

د کابل شهاده سرای د صرافانو ټولنه وايي چې دغه سرای به د افغانستان بانک او نور خصوصي بانکونو تر خلاصېدو پورې تړلی وي.

دغې ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه پرېکه یې د خصوصي بانکونو له استازو سره په ګډه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې یکشنبې په ورځ کابل ته د طالبان له ننوتل ورسره په کابل کې د شهزاده سرای وتړل شو.

حمدالله وردګ چې په کابل کې ګرځنده صراف دی وايي چې د شهزاده سرای په تړل کېدو سره په بازارونو کې د افغانیو بیې ثابتې نه دي، نو ځکه خلک پیسې زیاتې نه بدلوي.

د نوموړي په وینا نن په کابل کې یو امریکايي ډالر په ۸۶ افغانیو پلور کېده.

د افغانستان مالیې وزارت ویلي چې ډېر ژر به د افغانستان بانک، خصوصي بانکونه او نور مالي بنسټونه بېرته په کار پيل وکړي.