روسي پولیسو په مسکو کې یو شمېر اعتراض کوونکي خبریالان نیولي

ارشیف

د روسیې پولیس وایي، یو شمېر خبریالان یې پرون په مسکو کې وروسته له هغې ونیول چې د روسي چارواکو له خوا د یوه بهرني اجنټ په توګه د یوې خپلواکې ټلوېزېونې شبکې د په نه ښه کولو پر وړاندې یې اعتراض کړی و.

خبریالانو په دغه اعتراضیه لاریون کې خبریالي جرم نه دی او تاسو له حقیقت وېره لرئ، شعارونه لیږدول.

د روسیې د عدلیې وزات د تیرې جمعې په ورځ د دوژد ( باران) ټلوېزیوني چینل د هغو سازمانونو په لېست کې شامل کړ چې روسیه یې بهرني اجنټان بولي.

دغه ټلوېزیون د کرملین د سخت منتقد الکسي ناوالني د مسموم کېدو او زنداني کېدو په اړه ډېر راپورونه ورکړي وو.