پوتین: د ډله ییز امنیت د سازمان د غړیو هېوادونو امنیت ډېر مهم دی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، په افغانستان کې وروستیو پېښو ته په پام د ډله ییز امنیت د سازمان د تړون د غړیو هېوادونو امنیت ډېر مهم دی.

پوتین پرون شنبې په مسکو کې د قزاقستان له ولسمشر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل: "طبعاً په اوس وخت کې امنیت تر ټولو مهمه موضوع ده. په تېره بیا هغو پېښو ته په پام چې په افغانستان کې پېښېږي، هیله من یو چې د سې شنبې په ورځ چې د ډله ییز امنیت د سازمان د تړون په انلاین غونډه کې راټولېږو، هغه کارونه سرته ورسوو چې د سېپټمبر په نیمایي کې د شانګهای د همکاری د سازمان په چوکاټ کې پلان شوي دي."

کرملین دغه راز په یوه بیان کې وویل چې ولسمشر پوتین له خپل ترک ساري رجب طیب اردوغان سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړې او دواړو مشرانو د افغانستان په اړه د دوه اړخیزې همغږۍ پر پیاوړتیا موافقه وکړه.