"امریکا دې هغه افغان خبریالان چې ژوند یې خطر کې دی وباسي"

د بې پولې خبریالانو د ټولنې مشر کریسټوف ډیلویر

د بې پولې خبریالانو ټولنې له امریکا وغوښتل چې هغه افغان خبریالان چې ژوند یې په خطر کې دی له افغانستانه وباسي.

د دغې ټولنې مشر کریسټوف ډیلویر په یوه بیان کې وویل، داسې ښکاري چې د امریکا متحده ایالات په اوس وخت کې یوازې د خپلو اتباعو او پخوانیو کار کوونکو ایستلو ته ډېره اندیښنه لري چې د ده په وینا دې کار د نورو کسانو چې ژوند یې په خطر کې دی او د ایستلو مستحق دي، د ایستلو پروسه له خنډ سره مخامخ کړې ده.

هغه وویل، په لسګونو کسانو ورڅخه له افغانستانه د سمدستي ایستلو غوښتنه کړې چې ستونزه د ویزو یا په الوتنو کې د سیټونو نه ده، بلکې ستونزه دا ده چې دوی نه شي کولای ترالوتکو پورې ورسېږي.

د بې پولې خبریالانو د ټولنې مشر د امریکا له ولسمشر جو بایډن څخه غوښتي چې د دغو خبریالانو د ایستلو لپاره ځانګړې پروګرام جوړ کړي.