چین: پاکستان دې د چینایي وګړو خوندیتوب ډاډمن کړي 

د چین او پاکستان بیرغونه

بیجینګ له اسلام اباده غوښتي چې پاکستان کې د چینایي اتباعو خوندیتوب ډاډمن کړي.

دا غوښتنه وروسته تردې کېږي چې پرون د بلوچستان ګوادر بندر ته نژدې پر چینایي کار کوونکو برید وشو چې څو تنه یې ټپیان شول.

د دې برید مسولیت د بلوڅانو د ازادۍ د پوځ په نوم وسله والو پر غاړه واخېست.

په اسلام اباد کې د چین سفارت دا حمله غندلې او په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پاکستان باید دغه هېواد کې د چینایي اتباعو د امنیت لپاره عملي او موثر ګامونه واخلي.

په تېر جولای میاشت کې هم د پاکستان په شمال کې د چینایي کارګرو پر موټر برید ۱۳ تنه ووژل چې ۹ یې چینایان وو.

چین په پاکستان کې پر خپل اقتصادي دهلېز ۶۵ میلیارده ډالره پانګونه کوي او د خپلو اتباعو د امنیت لپاره یې ۱۵ زره سرتیري هم ګمارلي دي.