ترکیه: اروپايي ټولنه دې د افغان کډوالو د څپې مخنیوي ته اقدام ورکړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

ولسمشر رجب طیب اردوغان له اروپايي ټولنې غوښتي دي چې له افغانستانه د کډوالو د څپې د مخنیوي لپاره سمدستي اقدام ورکړي.

د ترکیې ولسمشر دا څرګندونې پرون ماښام د یونان له صدراعظم کیریاکوس میتسوتاکیس سره په ټیلیفوني خبرو کې چې له افغانستانه د اروپا پر لور د افغان کډوالو د پراخې څپې پر وتلو متمرکزې وې وکړې.

د ترکیې د ولسمشر دفتر د ښاغلي اردوغان له قوله په یوه بیان کې ویلي چې که له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو سره یې د مرستې لپاره لازم تدابیر ونه نیول شي، نو له دې هېواده د کډوالو د پراخې څپې د وتلو امکان شته.

اردوغان ویلي، ترکیه چې له ایران سره په سرحدونو کې یې کلک تدابیر نیولي له تهران سره د افغان کډوالو په اړه د خبرو په حال کې ده.

اکثریت افغانان د ایران له لارې ترکیې او له هغه ځایه اروپا ته ځي.

په عین حال کې یونان هم ټینګار کړی چې پرې به نه ږدي د ۲۰۱۵ کال تجربه چې په ترڅ کې یې سلګونه زره کسان د قاچاقبرانو په مرسته په کشتیو کې له ترکیې څخه یونان ته ولاړل تکرار شي.