کرکټ بورډ: شپږیزه کرکټ لیګ کې ۲ نوې لوبډلې زیاتې شوې

افغان کرکټ لوبډله

افغان کرکټ بورډ په شپږیزه کرکټ لیګ کې د دوه نوېو لوبډلو د زیاتېدو خبر ورکړ.

اوس به دا لوبې د شپږو پرځای د اته لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

افغان کرکټ بورډ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې د هندوکش ستوري او د پامیر زلمیان دوه نوې هغه لوبډلې دي چې دې لیګ ته زیاتې شوي دي.

سپن غر پړانګان، کابل بازان، امو نهګان، بست ساتونکي، میس عینک اتلان او بند امیر هغه شپږ لوبډلې وې چې ترمنځ يې هرکال دا سیالۍ کېدلې.

د کرکټ بورډ په اعلامیه کې ویل شوي چې اته واړه لوبډلې د بېلابېلو افغان شرکتونو له لوري اخیستل شوي دي او ډېر ژر به د لوبغاړو د اخیستلو پروسه هم پیل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس حامد شینواري ویلي، هڅه کوي چې د شپږیزې اتم پړاو په ډېرو شاندارو مراسمو پیل او په ښه شکل ترسره کړي.

ټاکل شوې چې د راتلونکې سېپټمبر میاشتې په لسمه نېټه د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو لوبې د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل او د همدغې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام وکړي.