روسيې د ګوګل کمپنۍ جریمه کړې

ارشیف

روسي چارواکو د ګوګل کمپنۍ جریمه کړې ده. د مسکو یوې محکمې نن حکم کړی چې ګوګل کمپنۍ د دوی په خبره "دری اداري سرغړونې" یې کړي او باید شپږ میلیونه روبله ' څه باندې ۸۱ زره ډالره' جریمه ورکړي.

همدې محکمې دوه ورځې مخکې هم په ګوګل کمپنۍ ۱۴ میلیونه روبله چې ۱۹۰ زره ډالره کېږي جریمه ولګوله.

د مسکو دې محکمې له دې مخکې د امریکا د انټرنیټ پلټونکې کمپنۍ ګوګل او نورې شبکې لکه ټوېټر او ټلیګرام هم د ورته 'اداري سرغړونو' په جرم محکومې او جریمه کړې وې.