بهر ته د ځینو افغانانو تګ؛ طالبانو کابل کې هوايي ډګر ته تللې لارې تړلي

ځینې افغانان د کابل هوايي ډګر د دروازې د پرانیستو په انتظار دي.

بهرني حکومتونه له افغانستانه د زرګونو هغو افغانانو د ایستلو هڅې کوي چې په دې هېواد کې یې له دوی سره کار کړی دی، خو په ورته وخت کې طالبانو د کابل د هوایي ډګر په لور لارې بندې کړي دي.

نن دا اندېښنه هم شته چې ښایي د خپلواکۍ د ورځې په خاطر شخړې رامنځته شي.

د اګست له پنځلسمې چې طالبانو کابل نیولی دی په زرګونو افغانان هڅې کوي چې له افغانستانه ووځي.

د طالبانو مشرانو ویلي دي چې دوی سوله غواړي او د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې پراخ بنسټه حکومت غواړي. طالبانو دا هم ویلي دي چې دوی له خپلو دښمنانو غچ نه اخلي.

خو راپورونه وایي چې طالبانو د کابل د هوایي ډګر شااوخوا پاټکونه جوړ کړي دي او ان هغو کسانو ته اجازه نه ورکوي چې اسناد لري.

د طالبانو مشرانو ویلي دي چې دوی سوله غواړي او د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې پراخ بنسټه حکومت غواړي

طالبانو او د ناټو چارواکو ویلي دي چې تراوسه په کابل کې د حامد کرزي د هوایي ډګر شااوخوا ۱۲ تنه وژل شوي دي.

دا راپورونه په داسې وخت کې خپاره شوې دي چې نن په افغانستان کې د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د نمانځنې ورځ ده او وضعیت کړکېچن ښکاري، پرون هم په جلال اباد کې د طالبانو پر ضد مظاهره وشوه.

وروسته تردې چې طالبانو کابل نیولی دی دا د دې ډلې پر ضد لومړی ډله ییز غبرګون یاد شوی دی.

د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپله لومړۍ مرکه کې پرون وویل چې طالبان مرسته کوي څو امریکایان او د امریکا د متحدانو اتباع له افغانستانه ووځي، خو د ښاغلي بایډن په وینا د هغو افغانانو د ایستلو په برخه کې ستونزې شته چې په افغانستان کې یې له نړیوالو سره کار کړی دی او د دوی ژوند د طالبانو تر واک لاندې له خطره خالي نه دی.

ولسمشربایډن "اې بي سي" ټلوېزیون ته وویل چې امریکایي ځواکونه به ښایي د اګسټ تر یودیرشمې نیټې وروسته هم که د امریکایي اتباعو د ایستلو لپاره اړتیا وه، په کابل کې پاتې شي.

ولسمشر جو بایډن په خپله لومړۍ مرکه کې پرون وویل چې طالبان مرسته کوي

پخوا ښاغلي بایډن ویلي و چې امریکا به خپل ټول پوځیان د اګسټ تر اخره له افغانستانه وباسي.

د امریکا د دفاع وزارت په وینا نژدې څلور نیم زره امریکایي سرتیري په کابل هوایي ډګر کې دي او تراوسه له طالبانو سره د دوی کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې.

خو د امریکا دفاع وزارت ویلي دي چې دا امریکایي ځواکونه دا توان نه لري چې د هغو خلکو غم وخوري چې د هوایي ډګر لور ته راځي، ځکه چې دا پوځیان د هوایي ډګر امنیت ساتي.

بل لورته د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې وینډي شیرمن په واشنګټن کې وویل چې تمه یې دا ده چې طالبان ټولو امریکایي اتباعو، د نورو هېوادونو خلکو او هغو افغانانو ته چې غواړي خپل هېواد پریږدي له خنډ پرته اجازه ورکړي.

اغلې شیرمن بیا وویل چې داسې راپورونه یې ترلاسه کړې دي چې طالبان د هغو افغانانو مخه نیسي چې له خپل هیواده د وتلو نیت لري.