کابل ښاریان د ګازو او خوراکي توکو د لوړو بیو سر ټکوي

Afghanistan -- Kabul Mandawi, Kabul market, Kabul bazar, Kabul Afghan Labors carry heavy loads, 13 September 2015

کابل ښاریان وایي، د ګازو او خوراکي توکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوي دي.

د کابل ښار د تایمنیو د څلورم سړک یوه ګاز پلورونکي حاجي جهان نن ازادي راډیو ته وویل چې د تېرې اوونۍ بیو ته په کتو، دوو ورځو کې په کابل ښار کې د ګازو او خوراکي توکو بیې نږدې ٥٠ سلنه لوړې شوې دي.

نوموړي وویل چې د یوکیلو مایع ګازو بیه له ٤٩ افغانیو څخه ٩٠ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د کابل ښار د ارزان قیمت یوه عمده پلورونکي رییس خان ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال د یو بوجۍ اوړو په بیه کې درې سوه افغانۍ زیاتوالی راغلی.

دا مهال د کابل ښار اکثره دوکانونه تړلي دي او لوړو قیمتونو اکثره خلک اندېښمن کړي دي.

عام وګړي د بازارونو د تنظیم غوښتونکي دي.