ملګري ملتونه: طالبان دې له تاوتریخوالي ډډه او د بشري حقونو درناوی وکړي

یو وسله وال طالب

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دې له ټولو امکاناتو په دې هېواد کې د بشري حقونو د خوندیتوب د یقیني کولو لپاره کار واخلي.

ګوتیرش پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه جوړه شوې وه، وویل، له افغانستانه یې داسې راپورونه ترلاسه کړي چې هغه په دې هېواد کې پر بشري حقونو د سختو محدودیتونو لګولو ښکارندوي کوي.

په دې اړه نور: ملګري ملتونه: افغانستان کې دې د خبرو له لارې نوی حکومت جوړ شي

دی وايي: "له طالبانو او ټولو اړخونو غواړم چې د بشر پالنې د نړیوال قانون او د ټولو افرادو د حقونو او ازادیو درناوي وکړي او د هغوی ساتنه وکړي. موږ ته له افغانستانه پر بشري حقونو د سختو محدودیت لګولو ټکان ورکوونکي راپورونه رارسېږي او زه په تېره د افغان ښځو او نجونو چې تورو ورځو ته د بېرته ورګرځېدو څخه ویره لري، له حقونو په زیاتیدونکي ډول سرغړونو ته اندېښنه لرم."

ګوتیرش د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړیو وغوښتل چې د افغانستان وګړي باید په دې حساس وخت کې یوازې پرې نه ښودل شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش

پر افغانستان په بېړه د طالبانو له واکمنېدو سره داسې اندېښنې زیاتې شوي چې ښایي دا هېواد هغه پرمختګونه له لاسه ورکړي چې په تېرو دوو لسیزو کې په تېره د بشري حقونو په برخه کې شوي دي.

د طالبانو په پخوانۍ واکمني کې ښځې او نجونو له کار کولو او زده کړو بې برخې وې او ان له چادري یا حجاب او شرعي محرم پرته یې نه شوای کولای چې له کوره ووځي.

ګوتیرش وویل، له ټولو اړخونو په تېره له طالبانو غواړو چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د بشري اړتیاوو د خوندي کولو لپاره له زغمه کار واخلي.

ګوتیرش دغه راز له ټولو هېوادونو وغوښل چې افغان پناه غوښتونکو ته خپله غیږه خلاصه کړي او له خپلې خاورې په زوره د افغانانو له ایستلو ډډه وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي غلام محمد اسحق زي وویل، طالبان په هغو ژمنو چې دوحه او نورو نړیوالو غونډو کې یې کړي عمل نه کوي.

هغه زیاته کړه چې دې ډلې په کندهار او نورو ولایتونو کې پوځیان او ملکیان وژلي او باید ورته اجازه ورنه کړل شي چې دا ډول کړنې په کابل کې ترسره کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی غلام محمد اسحق زی

اسحق زي وویل، د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید له طالبانو وغواړي چې پر هغې عموي عفوې چې اعلان کړې یې ده عمل وکړي: "د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو عمومي منشي باید د تاوتریخوالي د سمدستي درولو او د بشري حقونو او د بشرپالنې نړیوالو حقوقو ته د درناوي د غوښتنې لپاره له ټولو امکاناتو چې په اختیار کې یې دي کار واخلي. له طالبانو دې وغواړي چې دا ډله د اعلان شوې عمومي عفوې درناوی وکړي، هدفي او غچ اخیستونکې وژنې پای ته ورسوي او د بشري نړیوالو قوانینو درناوی وکړي."

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي دغه راز وویل چې امنیت شورا باید په افغانستان کې د یوه هر اړخیز انتقالي حکومت د جوړولو لپاره هڅې وکړي.

د استونیا، ناروې، امریکا، بریتانیا، فرانسې، مکسیکو او ایرلند په ګډون د اکثره هېوادونو استازیو په دې اضطراري غونډه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د سمدستي درولو او بشري حقونو ته د درناوي غوښتنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان له خلکو سره به ودریږي.