ګوترش: طالبان او نورې ډلې دې د خلکو د ژوند خوندیتوب لپاره له زغم کار واخلي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، له طالبانو او نورو ډلو غواړي چې د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره له زغم څخه کار واخلي.

ده په عین حال کې غوښتنه کړې چې دغه ډلې دې، د بشردوستانه اړتیاوو د پوره کولو ډاډ ورکړي.

ښاغلي ګوترش پرون په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان د وضعیت په اړه سخته اندېښنه لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، زیاته کړې چې ملګري ملتونه به د سوله‌ییز جوړجاړي او په افغانستان کې د بشري حقونو د پراختیا لپاره ژمن پاتې وي.

ګوترش ویلي، نړیوالو قوانینو او بشري حقونو ته دې درناوی وشي، دغه‌راز د ښځو او نجونو لاسته راوړنې دې خوندي شي.

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د ناروې ډیپلوماتیک مأموریت ویلي چې امنیت شورا په پام کې لري، پر افغانستان بحث وکړي.

د افغانستان د وروستیو تحولاتو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا غونډه د ناروې او استونیا په غوښتنه جوړېږي.