ای‌ټي‌وي: د بریتانیا صدراعظم د افغانستان وضعیت په اړه د پارلمان غونډه راغوښتې

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • ګارډين

ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې مخ پر زیاتېدونکي امنیتي وضعیت ته پام کړی دی او د یوه عادي افغان له قوله‌یې مقاله پیل کړې ده.

د کابل یوه اوسېدونکي دې ورځپاڼې ته ویلي چې خلک په بېره کې دي.

ده ویلي، نن سهار چې ښار ته ووتم د سړک پر غاړه مې یوه ښځه ولیده چې ژړل یې. خلکو هرې خوا ته منډې وهلې او غوښتل یې خپلو کورو ته ورسېږي.

د کابل دې اوسېدونکي ویلي چې پخوا د موټر کرایه دوه ډالره وه او اوس بیه پنځه چنده لوړه شوې او ټکسي نه پیدا کېږي.

  • ای‌ټي‌وي

د برتانیا ای‌ټي‌وي بیا په دې اړه مقاله لیکلې چې بورېس جانسون د افغانستان د وضعیت په اړه د خبرو لپاره روانه اوونۍ د خپل هېواد د پارلمان غونډه راغوښتې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست د یکشنبې په ورځ په یو وېډیويي پيغام کې ویلي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د کابل ښار د امنیت د خوندي کولو په موخه ځای پر ځای شوي او خلک دې هېڅ تشویش نه‌کوي.

د یکشنبې په ورځ طالبانو په یوه اعلامیه کې وویل چې دوی به کابل ته په جګړه نه‌ننوځي، خو د ورځې په پای کې یې په بله اعلامیه کې وویل چې د امنیتي ادارو کارکوونکو خپلې دندې پرېښي دي او د چور د مخنیوي په خاطر دوی کابل ته ننوځي.

وروسته د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله پر فېس‌بوک په خپره کړې وېډيو کې تأیید کړه چې ولسمشر غني له هېواده وتلی دی.

د ای‌ټي‌وي په مقاله کې یادونه شوې ده چې د بریتانیا پارلمان اوس‌مهال پر رخصتۍ دی او صدراعظم بورېس جانسون د کارګر ګوند د مشرانو تر فشار لاندې راغلی چې وکیلان غونډې ته وروغواړي.

د ای‌ټي‌وي په مقاله کې راغلي چې په کابل کې د بریتانیا د سفیر د ایستلو لپاره اقدامات شوي او نور بریتانوي وګړي به هم وایستل شي. شااوخوا ۶۰۰ بریتانیايي سرتېري افغانستان ته لېږل شوي چې له دغه هېواده بریتانیايي وګړي په خوندیتوب سره وباسي.