د بریتانیا صدراعظم: هېوادونه دې د طالبانو له رسمیت پېژندلو ډډه وکړي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

د بریتانیا صدراعظم وایي، هېڅ هېواد باید طالبان د افغانستان د دولت په توګه په رسمیت ونه‌پېژني.

بورېس جانسون وویل، دا واضح ده چې طالبان به ډېر ژر افغانستان کې خپل نوی دولت اعلانوي.

جانسون له لندنه په یوه وېډیویي پیغام کې ویلي: "موږ نه‌غواړو چې څوک دې طالبان په دوه اړخیز ډول په رسمیت وپېژني، موږ غواړو چې د امکان تر حده د خپلو همفکرو په منځ کې په دې اړه واحد دریځ ولرو، موږ باید هر کار ترسره کړو چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو د ودې په ځای بدل نه‌شي."

د بریتانیا صدراعظم د خپل هېواد پارلمان هم د اوړي له رخصتیو راغوښتی چې ژر تر ژره د افغانستان په اړه بحث وکړي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون

ده دغه‌راز د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه هم وکړه.

بریتانیا له افغانستانه د خپلو درې زره اتباعو د ایستلو لپاره شااوخوا شپږ زره سرتېري ګمارلي او دوی ویلي چې د سفارت ډېره برخه کارکوونکي هم هېواد ته ستنوي.

بل لور ته بیا ناټو ویلي چې کابل کې خپل سیاسي مأموریت ساتي او د کابل هوایي ډګر په فعاله پاته کېدو کې هم ونډه اخلي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تېر ماښام پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې د افغانستان د وضعیت په اړه‌یې د بریتانیا له صدراعظم او د کاناډا، ډنمارک او هالند له بهرنیو چارو وزیرانو سره خبرې کړې دي.

د ناټو عممومي منشي ینس سټولتنبرګ

پر دې سربیره استونیا او ناروې هم پرون د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې د افغانستان په اړه غونډه ترسره کړي.

روسیې هم ویلي چې د افغانستان په تړاو یوه بېړنۍ غونډه جوړوي.

نړیوال د افغانستان په اړه دا بحثونه داسې مهال کوي چې طالبانو د ولایتونو له سقوط وروسته کابل ته مخه کړې او تېر ماخوستن‌یې وسله‌وال د ارګ په دننه کې هم لیدل شوي دي.