لویدیځ هېوادونو له افغانستانه د خپلو سفارتونو د کار کوونکو ایستل چټک کړي

ارشیف

په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د چټک پرمختګ په ترڅ کې د کابل تر دروازو پورې رسیدلي، لویدیځ هېوادونو له دې هېواده د خپلو سفارتونو د کار کوونکو ایستل چټک کړي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې امریکایي چارواکو ویلي چې له سفارته یې ډیپلوماټان په هلیکوپټرو کې د کابل هوایي ډګر ته لېږدول کېږي او دغه راز کار کوونکو ته لارښوونه شوې چې د امریکایي بیرغ او نښان په څېر مهم مواد چې کیدای شي ورڅخه د تبلیغاتو لپاره ناوړه ګټه واخیستل شي، له منځه یوسي.

جرمني، ایټالیا او د اروپایي ټولنې یو شمېر نورو غړیو هېوادونو او بریتانیا هم له کابله د خپلو ډیپلوماټانو او د سفارتونو د نورو کار کوونکو د ایستلو هڅې چټکې کړي دي.

د بریتانیایي رسنیو د راپورونو له مخې په افغانستان کې د دې هېواد سفیر به هغو اندېښنو ته په پام چې ښایي طالبان په چټکۍ د کابل هوایي ډګر ونیسي، سبا دوشنبې له دې هېواده وباسي.

د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو له افغانستانه په مصون ډول د خپلو ډپلوماټانو د ایستلو لپاره د کابل هوایي ډګر ته د یو شمېر ځواکونو د استولو خبره کړې چې په دې ترڅ کې د امریکایي درې زره سرتیرو لومړنۍ ډله پرون کابل ته ورسېده.