بانکونو کې ډالر کم شوي؛ اکثره خلک د خپلو پیسو د لېږد په هڅه کې دي

د سرای شهزاده مارکیټ

د افغانستان په بانکونو کې ډالر په کمېدو دي او اکثره خلک د خپلو پېسو د لېږد په هڅه کې دي.

په کابل کې د اسعارو د بدلونو مارکیټ 'شهزاده سرای' مرستیال حاجي داد ګل نن یکشنبه (د زمري په ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال یو ډالر په ۹۷ افغانیو تبادله کېږي.

نوموړي وویل، که څه هم د افغانستان بانک پرون دوه پنځوس ميليونه ډالر ليلام کړل، خو لا هم نرخونه لوړ دي.

سرای شهزاده وایي، د کابل په بازارونو کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیه په تېرو شلو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په بې ساري ډول لوېدلې ده.

د دوی په وینا د ولایتونو سقوط او نا امنیو زیاتېدل به د افغانیو ارزښت نور هم کم کړي.