ګارډین له کابله د لویدېځو هېوادونو د ډپلوماټانو د وتلو په اړه لیکنه کړې

نړیوالې ورځپاڼې

ګارډین ورځپاڼې افغانستان ته د امریکايي پوځیانو پر استولو لیکنه خپره کړې ده.

امریکا له افغانستانه د خپلو اتباعو د اېستلو لپاره د جمعې په ورځ شااوخوا زر سرتېري واستول او په پام کې لري چې دوه زره نور واستوي.

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، امریکايي پوځیان د دې لپاره روان دي چې کابل کې د امریکا د سفارت د مامورینو په شمول زرګونه بهرني کار کوونکي او اتباع له دې هېواده وباسي.

د ګارډین ورځپاڼې له مخې، په کابل کې د لویدېځو هېوادونو ډپلوماتان په داسې حال کې د وتلو په لټه کې دي چې طالبانو د کابل په جنوب کې لوګر ولایت ونیو.

که څه هم تردې دمه کابل ته ګواښ نه لیدل کېږي، خو د کابل ښاریانو په شان په دې ښار کې مېشت بهرنیان اندېښنه لري.

ګارډین ورځپاڼې لیکلي چې په کابل کې د امریکا سفارت ته ویل شوي چې حساس معلومات له منځه یوسي یا یې وسوځوي.

د امریکا متحد ایالاتونه له ۴۵۰۰ تر ۵۰۰۰ پورې نور ځواکونه د خلیج د سیمې قطر او کویټ ته استوي چې د افغان ترجمانانو او نورو هغو افغانانو د وېزو پروسه چټکه کړي چې په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ دی.

د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي چې دا ځواکونه به تیارسی وي او که کابل کې پر ۳ زره موجودو ځواکونو ته اړتیا وه دا شااوخوا ۵ زره سرتېري به ور ولېږي.

  • فایننشل ټایمز

فایننشل ټایمز ورځپاڼې د طالبانو له لوري د کندهار او نورو ښارونو له نیولو وروسته د کابل شااوخوا ولایتونو ته د طالبانو د پرمختګ په اړه لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼې د پنټاګون د ویاند جان کربي خبرو ته اشاره کړې چې ویلي یې دي، د طالبانو له اقداماتو په زغرده ښکاري چې دا ډله هڅه کوي چې کابل محاصره کړي، خو ده په عین حال کې وویل چې پلازمېنه کابل اوس له کوم خطر سره مخامخ نه دی.

فایننشل ټایمز ورځپاڼې د ناټو د سرمنشي څرګندونو ته هم اشاره کړې چې د جمعې په ورځ د ناټو د غړیو هېوادونو له بیړنۍ غونډې وروسته یې کړي دي.

ینس سټولټنبرګ ویلي چې د ناټو غړي د طالبانو د حملو له کبله د تاوتریخوالي، پر ملکیانو د بریدونو، هدفي وژنو او نورو بشري ضد سرغړونو له امله ژور اندېښمن شوي.

ده همدا راز ویلي چې ناټو د افغانستان د مسالې سیاسي حل ته ژمنه ده، خو له بلې خوا د بریتانیا دفاع وزیر بین والېس خبرداری ورکړی چې افغانستان ممکن یو وار بیا د القاعده په شان د تروریستي ډلو پر پناهځای بدل شي.