له کابل، پروان، پنجشېر او کاپیسا پرته ډېری لوی ښارونه د طالبانو لاسته ولوېدل

د جلال اباد ښار

د طالبانو لاسته د مزارشریف او جلال باد ښارونو له لوېدو وروسته اوس د پلازمېنې کابل یوازینی لوی ښار د افغان حکومت په کنټرول کې دی.

له دې سره په خوا کې پروان، کاپیسا او پنجشیر هغه ولایتونه دي چې د طالبانو لاسته نه دي ورغلي.

د ننګرهار، میدان وردګ، خوست، دایکنډي او بامیان ولایتونو مرکزونه نن سهار له جګړې پرته او مزار شریف ښار تېره ورځ له خفیفې جګړې وروسته طالبانو ونیول.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په پاتې ولایتونو کې د روان وضعیت په اړه د افغانستان دولت امنیتي مسوولین او سیمه ییز چارواکي وپوښتي، خو بریالۍ نه شوه.

مارشال عبدالرشید دوستم او عطام محمد نور چې څو ورځې یې په مزارشریف کې د طالبانو پر وړاندې مقاومت کاوه، د راپورونو پر بنسټ د حیرتانو له سرحدي ښار تېر او ازبیکستان ته اوښتې دي.

طالبانو په دې وروستیو کې په غیر مترقبه ډول د افغانستان له شلو زیات ولایتونو ونیول چې ډېری یې له جدي مقاومت پرته د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

که څه هم افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په دې اړه څه نه وايي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې ډېری نور ولایتونه هم د طالبانو لاسته د لوېدو په حال کې دي.

دی وايي: "تر اوسه د افغانستان ډېری ولایتونه د اسلامي امارت لاسته د لوېدو په حال کې دي، له کاپیسا، پروان، پنجشیر او بامیان ولایتونو سره خبرې روانې دي شاید موضوع د خبرو له لارې هواره شي ".

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره له دولتي کار کوونکو او تعلیمي او تحصیلي څانګو غوښتي چې د دوی تر کنټرول لاندې ولایتونو کې فعالیتونه له سره پيل کړي.

په دې منځ کې بیا په کابل کې خلک د طالبانو د احتمالي برید او وروستیو بدلونو په اړه اندېښمن دي.

خو د طالبانو ویاند وايي چې د کابل پر ښار د حملې پلان نه لري او په دې برخه کې به له خبرو وروسته پرېکړه او تصمیم نیول کېږي.