"ځینو هېوادونو د رد شوېو افغان پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ درولې"

آرشیف

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وايي، د حکومت تر غوښتنې وروسته ځینو هېوادونو افغانستان ته د رد شوېو پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ درولې ده.

نور الرحمن اخلاقي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "له ټولو هېوادونو مو د درېیو میاشتو لپاره د دې لړۍ د بندولو غوښتنه کړې وه. له غوښتنې سره سم ځینو هېوادونو دا لړۍ بنده کړه، له ځینو نورو سره بحثونه وشول او غوښتنې ورڅخه وشوې، څو خپل امنیتي راپور چې پر اساس یې دا ډول پرېکړه کېږي باید تازه کړي، دلته بشري وضعیت درک شي چې د دوی پرېکړه پر واقعیتونو ولاړه وي. وروستي معلومات ښيي چې اکثرو هېوادونو د اخراج د بندولو پرېکړه وکړه."

د جرمني او هالنډ حکومتونو تېره اوونۍ اعلان وکړ، افغانستان ته د امنیتي ستونزو له کبله، د رد شوېو افغان پناه غوښتونکو اخراج بندوي.

هالنډ د شپږو میاشتو لپاره د رد شوېو افغان پناه غوښتونکو د اخراج د ځنډولو پرېکړه کړې ده.

د فرانسې خبري اژانس په حواله، د ۲۰۲۱میلادي کال له پیله ۱۲۰۰ پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وه، افغانستان ته ستانه کړای شوي دي چې له دې ډلې ۱۰۰۰ کسان په خپله خوښه او ۲۰۰ نور په جبري ډول له اروپا ایستل شوي دي.