قطر: طالبان دې افغانستان کې خپلې حملې بندې او اوربند وکړي

قطر کې د طالبانو سیاسي استازي

قطر له طالبانو غوښتي دي چې په افغانستان کې خپلې حملې بندې او اوربند وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې قطر نن- شنبې د دې هېواد په پلازمېنه دوحه کې په یوه غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ چې خپل یرغلیز عملیات بند کړي او د اوربند غوښتنې ومني.

طالبانو له دې مخکې د اوربند لپاره پخوانۍ غوښتنې رد کړې وې، خو د قطر د غوښتې په اړه چې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی، دې ډلې تراوسه څه نه دي ویلي.