سکاټلنډ هیرالډ: د القاعده څو ملیتي ترورېستي ډله به بیا په افغانستان کې فعاله شي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • ناروې ټوډې

ناروې ټوډې ورځپاڼې د خپل هېواد د دفاع وزیر خبرې خپرې کړي چې وايي، طالبانو د افغانستان د خاورې پراخې برخې ونیولې او دا هېواد د یوې بشپړې کورنۍ جګړې په لور روان دی.

د ناروې دفاع وزیر ایریک کریستوفرسن همداراز ویلي، افغانستان هغه هېواد دی چې دوی یې د ښېګڼې او ښه کېدو هیله لرله، خو اوس دا هېواد د بدمرغۍ لور ته روان دی او دا بدمرغي لا پوره نه‌ده پیل شوې.

د بریتانیا دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې القاعده ممکن بیا افغانستان ته وګرځي.

  • سکاټلنډ هیرالډ

د سکاټلنډ هیرالډ ورځپاڼې د بریتانیا د دفاع وزیر بین والاس په قول لیکلي چې په دې اندېښمن دی چې د القاعده څو ملیتي ترورېستي ډله به بیا په افغانستان کې فعاله شي.

ده د افغانستان د اوسني وضعیت پړه د امریکا په پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ اچولې ده.

  • میرر

میرر ورځپاڼې د طالبانو تر لاسبري پورې لیکلي چې ولې د امریکايي پوځیانو وتل د القاعده بری ګڼل کېږي؟

دې بریتانیايي ورځپاڼې په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان په جګړه کې د بریتانیا د ۳۷ میلیارد پونډه مصرف او ۴۵۶ بریتانیايي پوځیانو د وژل کېدو یادونه کړې او لیکلي یې دي چې له دې هېواده وتل به د لا ډېر لګښت او په نړۍ کې د بریتانیا شهرت ته د زیان سبب شي.

  • مېل

د بریتانیا بلې ورځپاڼې مېل کابل ته د طالبانو له نږدې کېدو سره له دې ښاره د بهرنیو ډیپلوماتانو د وتلو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د ورځپاڼې په باور له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو ناببره وتل کېدای شي القاعده ته لار پرانیزي چې په دې هېواد کې بیا ځالې جوړې کړي.

ورځپاڼې لیکلي، د طالبانو د جمعې د ورځې له پوځي بریاوو وروسته امریکا او بریتانیا زرګونه پوځیان کابل ته ولېږل چې خپل اتباع له دې ښاره وباسي.

  • ګلوب انډ مېل

ګلوب انډ مېل کاناډايي ورځپاڼې د طالبانو له لوري له بانکونو د ښځینه کارکوونکو د ایستلو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د دې ورځپاڼې پر اساس، طالبانو په کندهار ښار کې ۹ ښځو ته چې په بانک کې یې کار کاوه، ویلي چې نور کار ته ورنه‌شي.

طالبانو ۲۰ کاله پخوا د خپلې واکمنۍ په مهال هم ښځو ته د زده‌کړو او کار حق نه‌ورکاوه، خو اوس دا ډله وايي چې ښځو ته د تعلیم، کار او فعالیت اجازه ورکوي.